د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه په درېیو ولایتونو کې د حکومت له ویاندویانو سره وکتل

c.jpg

23 اسد 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په بغلان، پکتیا او زابل ولایتونو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په موخه د بېلابېلو ادارو له ویاندویانو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، د زابل د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي رحمت الله حماد، د بغلان ولايت د مقام ویاند ملا علم مجیدي، د زابل د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ او استخباراتو ویاندويانو، د پکتيا پوهنتون مطبوعاتي مسوول عبدالرحیم سهاک. د زابل د ملي راډيو تلويزيون امر مولوي محمد داود همت او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو خوندیتوب په تړاو د خبرو اترو سربېره د خبریالانو د ستونزو د حل غوښتنې وشوې.


د دغو ولایتونو مسوولینو ژمنې وکړې چې خبریالانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او د دوی د ستونزو د حل برخه کې به کار لا زیات کړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.