د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د سرپل له نوي ټاکل شوي والي مولوي محمد ظریف مظفر سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې په سرپل کې د رسنيز فعالیت د ټولنیز وضعيت، د رسنيو اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي او د خبریالانو د خونديتوب په تړاو خبرې وشوې.
په سرپل کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي غلام سخي فروتن په دغه ناسته کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکولو سربېره پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي برخه کې د ولايت مقام له لوري د زمینو د برابرولو غوښتنه وکړه او د خبریالانو د ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.
د سرپل والي وويل چې د خبریالانو له کاري برخې څخه ملاتړ کوي او په دغه برخه کې د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې د ولایت مقام ژمنه پرځای ده.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

