د خوندیتوب کمېټې له لوري په لوګر، تخار او غزني ولايتونو کې د رسنيو د ستونزو او اسانتياو په تړاو د رسنيو له مسوولينو سره ناستې شوې

c.jpg

5 سنبله 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په غزني، لوګر او تخار ولايتونو کې د يو شمر رسنيو له مسوولينو او ځايي خبریالانو سره د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او اسانتیاوو په تړاو ناستې وشوې.


په دغو ناستو کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د ولايتي استازو سربېره، د غزني ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر، د پژواک خبري اژانس، سلام وطندار، باختر اژانس، مهال راډيو، ملي تلويزيون، خوشال راډيو، دانش روز راډيو او ماه نو تلويزيونونو سيمه ييزو مسوولينو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ننګوونو او اسانتياوو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنيو د اقتصادي او نورو ستونزو د حل په برخه کې د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې د هلو ځلو په اړه خبرې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.