د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په غور ولایت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه دغه ولایت د سیمه ییزو رسنيو د مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.
په لویدیځ زون کې د کمېټې استازي شميل احمد مشعل غور ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال په دغه ولایت کې د رسنيز کار د ټوليزې ارزونې سربېره په غور کې د کمېټې د ولايتي استازي غلام رباني هدفمند په ملتیا د دغه ولايت د يو شمېر رسنيو له مسوولینو او خبریالانو سره ولیدل.
په دغه ناسته کې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د لارو چارو پر پراختيا، خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو او د رسنيو او خبریالانو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وشوې.
د رسنيو خبریالانو او مسوولینو په غور ولایت کې د کمېټې د فعاليتونو څخه مننه وکړه او وويل چې د غه ولایت کې د کمېټې د فعالیتونو دوام او له رسنيو ملاتړ به د رسنيو او خبریالانو کار کې لا پرمختګ رامنځته کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



