سمنګان ولایت لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې خپل نوی استازی معرفي کړ

c.jpg

12 سنبله 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري فضل الرحمن ساعي په سمنګان ولایت کې د نوي استازي په توګه معرف کړ.


په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کمېټې مرستیال او سرپرست عبدالقدیم وياړ، د اطلاعاتو او کولتور ريیس مولوي فیروز الدین منیب، په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطیف سهاک، د ولایت مقام ویاند مفتي عصمت الله مرادي او د سمنګان د ځایي رسنيو مسوولينو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


په دغه ناسته کې د کمېټې له نوي استازي سره پر همکارۍ د ټينګار ترڅنګ، په دغه ولایت کې اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت او دقيق لاسرسي د پراختيا او خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د روزنيزو پروګرامونو جوړېدو باندې خبرې وشوې.


په دغه ناسته کې د کمېټې سرپرست عبدالقدیم وياړ د نوي استازي د معرفي کولو ترڅنګ په دغه ولایت کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.