د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غور ولايت کې د خبریالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د دغه ولايت له والي ملا احمد شاه دین دوست سره ولیدل.
په دغه ناسته کې په غور ولايت کې د رسنيو د ټولنيز وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو په پراختيا، د خبریالانو خوندیتوب او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وشوې.
په لودیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمعيل احمد مشعل په دغه ناسته کې د رسنيو او خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، له رسنيو سره د حکومتي بنسټونو د همکارۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ.
د غور والي په اوسنيو شرايطو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پروګرامونه قدرونه وکړه او په دغه ولايت کې يې د رسنيو پر ملاتړ او همکارۍ ټينګار وکړ.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

