د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د بدخشان د اطلاعاتو او کولتور رييس او د ځايي رسنيو مسوولينو سره ولیدل

c.jpg

17 سنبله 1403

د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې سرپرست شمال ختيځ زون ته د رسنيز فعاليت د ستونزو د برسۍ په موخه په خپل سفر کې د بدخشان د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبیح الله امیری او د ځايي رسنيو له مسوولینو او خبریالانو سره ولیدل.


د کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقدیم ویاړ په جلا ناستو کې چې د اطلاعاتو او کولتور رييس او د ځایي رسنيو مسوولينو سره یې ترسره کړې، په دغه ولایت کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د ارزونې ترڅنګ وويل چې کمیته هڅه کوي د خبریالانو د ستونزو د حل او دوی ته د خوندي کاري چاپيریال د رامنځته کولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي.


د دغه ولایت د اطلاعاتو او کولتور رييس د کمېټې سرپرست ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فعالتیونو قدرونه وکړه او او خبریالانو ته يې د لا ډېرو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.


د کمېټې سرپرست دغه راز د صدای کوکچه، صدای آمو، حریم زن، بانوان راډيوګانو او د پامير او مهر راډيو تلویزيونونو څخه هم لیدنه وکړه.په دغه لیدنو کې د شمال زون لپاره د کمېټې استازي عبدالطیف سهاک او بدخشان کې د کمېټې استازي لعلزاد صدیقي هم د کمېټې د سرپرست ملتیا کوله.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.