د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په کندز، لغمان، زابل، کونړ او غور ولايتونو کې د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه له ځايي چارواکو سره د عدالت غوښتنې جلا ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې، د کندز د اطلاعاتو او کولتور رییس مطيع الله روحانی، د کندز د اداري اصلاحاتو رييس حفيظ الله عمیر، د لغمان د اقتصاد رييس مولوي جان محمد حامد، د غور د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالحیی زعیم، د کونړ امنيه قوماندان ضياء الحق حامد، د زابل د امنیت امر او د قوماندانۍ سرپرست مولوي موسی کلیم ابو النصر، د زابل د امر بالمعروف او نهی عن منکر رييس مولوي ابراهیم جاوېد او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
د دغو غونډو پرمهال د خبریالانو د ستونزو حل، پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغو ناستو کې چارواکو ژمنې وکړې چې له دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته د لا ډېرو اسانتياو رامنځته کولو برخه کې همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.






