د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د هېواد شمال زون زون ته د خپل سفر پرمهال د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبیح الله نوراني سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقدیم وياړ د خبريالانو د ستونزو، د رسنيو د کار د ارزښت او پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په تړاو د خبرو ترڅنګ خبریالانو ته د لا ډېرو اسانتياوو د رامنځته کولو په تړاو خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کولتور رييس اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د همکارۍ او زمينو د ډېروالي د ژمنې ترڅنګ وويل، په دولتي ادارو کې به د چارواکو تغير او تبديل اطلاعاتو ته د لاسرسي چاره خنډنۍ نه کړي.
د کمېټې سرپرست دغه راز په بلخ ولایت کې د فجر په نوم د سیمه ييزې راډيو څخه د لیدنې پرمهال د ياد رسنيز مرکز مسوولینو د ستونزو او فعالیتونو په تړاو خبرې وکړې.
په دغو ناستو کې په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطيف سهاک هم د کمېټې د سرپرست ملتیا کوله.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



