د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د فاریاب د اطلاعاتو او کولتور رييس سره ولیدل

c.jpg

20 سنبله 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د هېواد شمال زون ته د خپل سفر پرمهال د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس شمس الدین محمدي سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.


په دغه ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقدیم وياړ د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د رسنيو د ملاتړ په برخه کې د کمېټې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او خبریالانو ته يې د لا ډېرو اسانتياوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ. 


په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کولتور رييس د رسنيو فعاليت په ځانګړي توګه په فارياب ولایت کې يوه مهمه لاسته راوړنه ياده کړه او د خبریالانو د ظرفيت لوړونې برخه کې یې د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.


په دغه ناسته کې په شمال زون کې د کمېټې استازي عبدالطيف سهاک هم د کمېټې د سرپرست ملتیا کوله.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.