د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په اتو ولايتونو کې ۱۷۴ خبریالانو ته روزنیز پروګرامونه جوړل کړل

4.jpeg

22 سنبله 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په لړ کې په سمنګان، بغلان، غور، بلخ، جوزجان، غزني، بدخشان او کابل ولايتونو کې د «خبریالانو خوندیتوب»، «لومړنۍ روغتيايي مرستې»، «رواني روغتیا» او «سابري امنیت» په برخو کې ۱۷۴ (۶۱ ښځينه او ۱۱۳ نارينه) خبریالانو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړل.


په دغو روزنيزو پروګرامونو کې خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د راپور ورکوونې پرمهال د خوندیتوب، د ګڼې ګوڼې ځايونونو او لاريونونو څخه د راپور ورکولو پرمهال د ځان ساتنې او د کار په ځايونو کې د ځان ساتنې د تدابیرو، د لومړنیو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو، د زړه د پلمونري بیارغونې(CPR، د ټپونو د ساتنې څرنګوالي، رواني مشکلاتو، ستړیا، وسواس، له ویرې سره مبارزه د وسایلو او اطلاعاتو ساتنې، انټرنیټي ګواښونو، ناسم سافټويرونو او ځينو نورو مواردو په اړه روزنه ورکړل شوه.


د دغو پروګرامونو د ارزونې د فورمونو د پايلې له مخې چې له ټولو ګډونوالو ۱۴۴ کسانو په کې برخه اخېستې وه ۹۱ سلنه يې د دغو پروګرامونو له جوړېدو خوښ دي.


دغو پروګرامونو کې ګډونوالو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه د دغو پروګرامونو د جوړېدو له امله مننه کړې ده.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خبريالانو او رسنيو کار کوونکو د ظرفيت لوړونې او مهارتونو د لوړوالي په موخه خبريالانو ته د دا ډول ښوونيزو پروګرامونه زمينه برابروي.