د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست شمال ختيځ زون ته د خپل سفر پرمهال په کندز ولايت کې د کندز او کهندژ راډيوګانو او اورانوس تلویزیون څخه لیدنه وکړه.
په دغو لیدنو کې چې د رسنیو د فعالیتونو او کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه ترسره شوې، د رسنيو د اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنيو د ارزښت په اړه خبرې وشوې.
د کندز له سيمه ييزو رسنيو او د اطلاعاتو او کولتور رياست چارواکو سره د يادو لیدنو پرمهال د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مرستيال او سرپرست عبدالقدیم وياړ د خبریالانو د ستونزو او د رسنيو د کار د ارزښت په اړه خبرې وکړې او خبریالانو ته يې د لا ډېرو اسانتياو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.
په دغو لیدنو کې په شمال ختيځ زون کې د کمېټې استازي ضياء الحق زاهد هم د کمېټې د سرپرست ملتیا کوله.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



