د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نيمروز، فراه، بامیان او ميدان ولايتونو د بېلابېلو ادارو له حکومتي وياندويانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياوو په موخه ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د نيمروز ولايت د مقام وياند رحيم الله ساجد، د بامیان ولايت د مقام وياند عبدالصبور سيغاني، د میدان وردک ولايت د مقام وياند وحید الله سروري، د فراه ولايت د امنیه قوماندانۍ وياند محمد نسيم بدري او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
د يادو لیدنو پرمهال د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو خوندیتوب، پر وخت او کره اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو پراختيا او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو رامنځته کولو په تړاو خبرې وشوې.
دغو غونډو کې حکومتي وياندويانو ژمنه وکړه چې له رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او د خبریالانو د اړتیا وړ اطلاعات به ورسره پر وخت شریکوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



