د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په اوو ولايتونو کې د رسنيو مسوولينو سره د هغوی د ستونزو او کاري فرصتونو په اړه ناستې وکړې

c.jpg

28 سنبله 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په نورستان، زابل، هلمند، بدخشان، نيمروز، غور او فراه ولايتونو کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او فرصتونو د برسۍ په موخه د نهه رسنيو مسوولينو سره ولیدل.


په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو، د په غور، نورستان او بدخشان کې د ملي راډيو تلويزيون او د نوای زن، فریاد، تعلیم الاسلام، سکون او ښکلا راډيو ګانو مسوولینو برخه اخېستې وه.


د يادو ناستو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو او فرصتونو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنيو د وضعيت د ښه والي په موخه د کمېټې د فعاليتونو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.