د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په اتو ولایتونو کې د د عدالت غوښتنې غونډې ترسره کړې

c.jpg

29 سنبله 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري له لوري په کندهار، کندز، بغلان، بامیان، زابل، نیمروز، فراه او بادغیس ولايتونو کې د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې، د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس انعام الله سمنګاني، د کندز د امر بالمعروف او نهی عن منکر رييس مولوي نجیب الله غفوري، د بغلان د اطلاعاتو او کولتور رييس اسد الله مصطفی هاشمي، د بامیان د امر بالمعروف او نهی عن منکر رييس مولوي محمود الحسن منصور، د نیمروز د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي حبیب الله الهام، د نيمروز ولايت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس محمد قاسم محمد، د نيمروز د کډوالو چارو رييس مولوي عبدالله رياض، د فراه د کرنې رييس محمود داود حنفي، د بادغيس د کليو پراختيا رييس محمد روزي منصور، د فراه د ورزش آمر حمید الله حمید، د فراه د اطلاعاتو آمر مولوي حکمت الله محسن او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې د خبريالانو د ستونزو د حل، پر وخت او کره اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په اړه خبرې اترې وشې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.