د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خپرونو معينيت له سرپرست سره وليدل

WhatsApp Image 2024-09-23 at 14.05.28_61af1dbf.jpg

5 میزان 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خپرونو معينيت له سرپرست مولوي ضياء الحق حقمل سره په هرات کې د لیدنې پرمهال د خبريالانو او رسنیو ستونزې شریکې کړې.


په لویدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل په دغه ناست کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره،  په دغه زون کې د رسنيو پر ټوليز وضعیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب او د رسنيو د فریکونسي جوازونو لګښت د کموالي په تړاو خبرې وکړې.


په دغه ناسته کې ښاغلي حقمل د خبريالانو او رسنيو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او یادونه يې وکړه چې دغه ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.