افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې نمانځنه وکړه

c.JPG

7 میزان 1403

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یوې غونډې په ترڅ کې ۲۸ سپټمبر، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې نمانځنه وکړه.


په جوړې شوې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس، د کورنیو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ویاندویانو، د رسنیو مسوولینو او خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسوولینو ګډون کړی و.


۲۸ سپټمبر، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ، اطلاعاتو ته د ټولو د لاسرسي د ارزښت لوړلو په موخه په ۲۰۱۹ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په څلور اویایمه ناسته کې ونومول شوه.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مرستیال او سرپرست، عبدالقدیم ویاړ په دې ناسته کې وویل، له خلکو سره د کره او لومړي لاس اطلاعاتو د شریکولو ګټه او ارزښت دادی، چې  د جعلي او بې بنسټه اطلاعاتو مخه نیول کېږي او اطلاعاتي خلا له منځه ځي.


اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس، رحمت الله نړیوال د خپلې وینا پر مهال وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولنې د وګړو، خبریالانو او رسنیو مسلم حق دی او هغوی کولای شي د اسلامي ارزښتونو، عنعناتو او ملي ګټو ته په پام له ویاندویانو څخه اطلاعات وغواړي.


په غونډه کې د طلوع نیوز مسوول ذبیح سادات وویل، هغه مهال چې زموږ همکاران اطلاعاتو ته لاسرسی ونلري، اطلاعاتي خلا رامنځ ته کېږي او د ګمراه کوونکو اطلاعاتو نشر ته لار برابرېږي.


د ښځینه خبریالانو په استازیتوب خبریالې ذکیه علیزاده خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې پرتې ننګونې بیان کړې. نوموړې وړاندیز وکړ چې په دې برخه کې دې ویاندویانو ته روزنیز پروګرامونه ترسره شي. اغلې علي زاده همدا راز غوښتنه وکړه، چې ښځینه خبریالانو ته دې زمینه برابره شي ترڅو په خبري کنفرانسونو کې ګډون وکړي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت د اطلاعاتو د شریکولو لپاره په خپله ژمنتیا ولاړ دی.


په غونډه کې د اریانا نیوز مسوول مجیب بهیر، د کابل پوهنتون استاد پوهاند شفیق وردګ، د شمشاد تلویزیون مسوول نجیب الله انورزي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په ارزښت او اطلاعاتو ته د خلکو، په ځانګړې توګه د خبریالانو په لا ښه لاسرسي ټینګار وکړ.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او خبریالانو ته خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په برخو کې دوامدارې هڅې کوي.