افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هرات ولایت کې کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو د لاسرسي د اسانتیا په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د اطلاعات او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د هرات د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي احمدالله متقي، په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل، د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، الفاروق قول اردو او هرات ښاروالۍ ویاندویانو او د سیمه ییزو رسنیو مدیرانو او خبریالانو ګډون کړی و.
په ناسته کې د لوېدیځ زون لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو په لاسرسي ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې حکومت دې په لا ښه شکل اطلاعاتو ته د لاسرسي چارې منظمې کړي.
د اطلاعات او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخواه په یاده ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې ګټور ګامونه اخیستل شوي دي او په راتلونکي کې هم هڅه کېږي، چې یاده پروسه لا چټکه او منظمه شي ترڅو رسنۍ او خبریالان وکولای شي واقعیتونو ته په ښه شکل پوښښ ورکړي. اطلاعات او فرهنګ وزیر همدا راز زیاته کړه، چې د فریکونسي د فیسونو د کموالي په برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې وړاندیز ور رسېدلی او اطلاعات او فرهنګ وزارت په دې اړه ریاست الوزرا ته مکتوب استولی ترڅو په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي احمدالله متقي په یاده ناسته کې وویل، د هرات سیمه ییزې ادارې تل هڅه کړي، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه کړي او دوی ته یې د اړتیا وړ اطلاعات پر وخت شریک کړي دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او خبریالانو ته خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په برخو کې دوامدارې هڅې کوي.




