د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د سرپرست او مرستيال عبدالقديم وياړ له لوري عزيز الله عزيز په ختيځ کې د دغه بنسټ د استازي په توګه د ننګرهار حکومتي چارواکو او د سيمه يیزو رسنيو مسوولينو او خبریالانو ته ور وپېژندل شو.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقدیم وياړ، د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو آمر مولوي صديق الله قريشي،د کمېټې ولايتي مسوول يوسف ظریفي، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي او د ننګرهار د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبریالانو برخه اخېستې وه.
په دغه غونډه کې، د ښاغلي عزيز د معرفي کولو ترڅنګ، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نوي استازي سره د همکارۍ او پر وخت او کره اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په تړاو خبرې اترې وشوې.
ښاغلی عزيز په ختيځ زون کې د رسنيو يوه پياوړې څېره ده. هغه د ژورناليزم په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي، او له تېرو اتلس کولنو راهېسې يې د ژورنالېزم په ډګر کې کار کړی دی. نوموړي په بېلابېلو برخو کې د خپرونو د مديريت، خبریال او د خپرونو د چلوونکي په توګه په بېلابېلو رسنيو کې کار کړی دی.د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دې باور ده چې د دغه بنسټ په کاري ډله کې د ښاغلي عزيز يو ځای کېدل به په دغه زون کې د کمېټې فعاليتونه لا غوره او زيات کړي او د خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو ستونزو حل لپاره به پر وخت ځان رسوي.
د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې يوسف ظریفي په ختيځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب ولايتي استازي په توګه دنده درلوده.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.


