د افغان خبريالانو خونديتوب کميټې په خوست کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتيا په پار غونډه وکړه

c (2).jpg

12 میزان 1403

په دې غونډه کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معين مولوي حيات الله مهاجرفراهي، د ملي راډيو تلويزیون رئيس قاري يوسف احمدي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت حقوقي مشاور قاري سعيد خوستي، د خوست د اطلاعات او فرهنګ ریاست رئيس شبيراحمد عثماني، د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې استازي فاروق جان، د دولتي ادارو وياندويانو او د سیمه ييزو رسنيو ګڼ شمېر استازو او خبريالانو ګډون کړی وو.


په دې غونډه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې استازي فاروق جان اطلاعاتو اړوند مفاهمو او د خبریالانو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د اهميت په تړاو خبرې وکړې او وویل ،چې دکره معلوماتو نه شریک کول، غلطو او جعلي اطلاعاتو نشر ته زمينه مساعده کوي.


د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معين ، مولوي حيات الله مهاجر فراهي غونډې ته د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې حکومت معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې خبريالانو ته زمينه مساعده کړې ده او اړين اطلاعات يې له دوئ سره شریک کړي دي. نوموړي همداډول زیاته کړه،چې حکومت په دې لټه کې دی، چې د اړمنو خبريالانو لپاره د ملاتړ صندوق ايجاد کړي ترڅو د اړتيا پرمهال له دغو خبریالانو سره مرسته وشي.


دخوست د اطلاعات او فرهنګ رياست رئيس، شبيراحمد عثماني په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د خبريالانو پر لاس رسي د ټينګار ترڅنګ د افغان خبريالانو د خونديتوب کمیټې څخه مننه وکړه، چې دغه ناسته يې رابللې ده.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.