د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د لغمان مرستيال والي سره ولیدل

WhatsApp Image 2024-10-08 at 10.38.48_e2072012.jpg

17 میزان 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست ختيځ زون ته د خپل سفر پرمهال د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د لغمان له مرستيال والي مولوي اختر محمد مزمل سره ولیدل.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقدیم وياړ په دغه ناسته کې، د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او د رسنیو او خبریالانو څخه د کمېټې ملاتړ د پروګرامونو په تړاو خبرې وکړې او هغوی ته يې د لا ډېرو اسانتياوو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.


په دغه ناسته کې د لغمان مرستيال والي وویل، په دغه ولايت کې د رسنيو وضعیت مخ په ښه کېدو دی او دولت له رسنيو سره ښه همکاري لري. هغه دغه راز وويل چې د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه شوې او راتلونکي کې به هم ورته پاملرنه کېږي.


په دغه ناسته کې د لغمان د اطلاعاتو او کولتور رياست سرپرست ذبیح الله ناصح، د کمېټې ولايتي مسوول يوسف ظریفي او په لغمان کې د کمېټې استازي ميرویس خواخوږي هم برخه درلوده.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوي.