د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لغمان له والي سره ناسته وکړه

WhatsApp Image 2024-10-15 at 13.56.37_6dc2a2b9.jpg

24 میزان 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د لغمان د اطلاعاتو کلتور ریاست سرپرست او د ملي راډيو تلویزیون امر هم ګډون درلود.


په دغه ناسته کې په لغمان کې د رسنيز فعالیت د ټولیز وضعيت، د رسنيو اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي او د خبریالانو د خونديتوب په تړاو خبرې وشوې.


په لغمان کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي ميرویس خواخوږي په دغه ناسته کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکولو سربېره پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي برخه کې د ولايت مقام له لوري د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه او د خبریالانو د ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.


د لغمان والي د دې ترڅنګ چې خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو ستاینه وکړه، زیاته یې کړه چې د خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او د دوی د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو د له منځه وړلو لپاره به د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره منظمې ناستې زیاتې کړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.