د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د فراه له والي غوث الدین رهبر سره په دغه ولايت کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د فراه د اطلاعاتو او کولتور ييس عبدالحی سباوون او په فراه کې د کمېټې استازي بصير احمد سيلاب برخه اخېستې وه.
په دغه غونډه کې په ياد ولايت کې د رسنیو د ټولنيز وضعيت، د رسنيو اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي او د دوی د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې.
په لویدیځ زون کې د کمېټې استازي شمیل احمد مشعل د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره په دغه ولايت کې له رسنيو او خبریالانو سره د ولايت مقام پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د فراه والي په اوسنيو شرايطو کې د رسنيو او خبریالانو کار ګټور ياد کړ او د رسنيو او خبریالانو پر ملاتړ يې ټينګار وکړ.



د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوي.
