د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست ختیخ زون ته د خپل سفر پرمهال په دغه ولايت کې د زيار، سوله ارمان او رغون راډيوګانو څخه لیدنه وکړه.
په دغو لیدنو کې چې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فعالیتونو د بررسۍ په موخه ترسره شوې، د رسنيو د اقتصادي ستونزو، اطلاعات ته د لاسرسي او د رسنيو د کار د ارزښت په اړه خبرې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقديم وياړ د ځايي رسنیو له مسوولینو سره په دغو لیدنو کې د رسنيو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د افغان خبرالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو او خبریالانو د ملاتړ لپاره تل کار کوي.
په دغو لیدنو کې د کمېټې ولايټې ولايتي مسوول يوسف ظریفي او په لغمان کې د کمېټې استازي ميرويس خواخوږي هم د کمېټې د سرپرست ملتيا کوله.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوي.


