د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د شمال زون په سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولايتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د جوزجان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي سيف الدين معتصم، د سمنګان د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فيض محمد ریحان، د فاریاب د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي شمس الله محمدي، د سرپل د اطلاعاتو او کولتور رييس ملا عبدالغفار حق نما، د سرپل ولايت خبریالانو او په دغو ولايتونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د خبريالانو د ستونزو حل، پر وخت او کره اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د دولتي ادارو کې د وياندويانو د ټاکلو په تړاو خبرې اترې وشوې.
په دغو ناستو کې مسوولینو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته اسانتیاوې را ډېرې کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوي.




