د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د شپږو ولايتونو ۱۰۷ خبریالانو ته د روزنې پروګرامونه جوړ کړل

c.jpg

30 میزان 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د روزنې پروګرامونو پر دوام په کندهار، هلمند، پکتيا، خوست، لغمان او هرات ولايتونو کې ۱۰۷ (۲۹ ښڅينه او ۷۸ نارینه) خبریالانو او د رسنيو کار کوونکو ته د (لومړنيو روغتيايي مرستو)، (رواني روغتیا) او (سایبري امنيت) روزنيز پروګرامونه جوړ کړل.


په دغو روزنيزو پروګرامونو کې خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د راپور ورکوونې پرمهال د خوندیتوب، د ګڼې ګوڼې ځايونونو او لاريونونو څخه د راپور ورکولو پرمهال د ځان ساتنې او د کار په ځايونو کې د ځان ساتنې د تدابیرو، د لومړنیو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو، د زړه د پلمونري بیارغونې(CPR، د ټپونو د ساتنې څرنګوالي، د وسایلو او اطلاعاتو ساتنې، انټرنیټي ګواښونو، ناسم سافټويرونو او ځينو نورو مواردو په اړه روزنه ورکړل شوه.


د دغو پروګرامونو د ارزونې د فورمونو د پايلې له مخې چې د ۱۰۷ کسانو له ډلې ۸۳ کسانو  کې برخه اخېستې وه ۹۱ سلنه يې د دغو پروګرامونو له جوړېدو خوښ دي.


دغو پروګرامونو کې ګډونوالو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه د دغو پروګرامونو د جوړېدو له امله مننه کړې ده.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خبريالانو او رسنيو کار کوونکو د ظرفيت لوړونې او مهارتونو د لوړوالي په موخه خبريالانو ته د دا ډول ښوونيزو پروګرامونه زمينه برابروي.