خوندیتوب کمېټې په اتو ولايتونو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د ستونزو په تړاو د رسنيو مسوولينو سره ناستې وکړې

c.jpg

2 عقرب 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او اسانتیاوو په موخه په بلخ، کندز، ننګرهار، لغمان، نورستان، بغلان، نيمروز او غور ولایتونو د ۱۸ رسنيو خبریالانو او مسوولينو سره ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو، د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر، د ستاره سحر او ملي تلويزيون ځايي مسوولينو او د همېشه بهار، نن، مرام، ارزښت، دوست، سوله ارمان، پيمان، کندز، اورانوس، خاور، صدای دوست، صدای عدالت، فیروز کوه، سرحد او صدای غور راډيو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


د يادو لیدنو پرمهال، د رسنيو د کار پر وړاندې د شته ننګوونو او اسانتياوو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د بهتروالي په تړاو د  افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هڅو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وشوې.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوي.