د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په څلورو ولايتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

3 عقرب 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په کندز، فراه، بغلان او کونړ ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د کندز د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي ګل محمد الياس، د بغلان د اطلاعاتو او کولتور رييس اسدالله مصطفی هاشمي، د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي نجيب الله حنيف او د فراه د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی سباوون برخه اخېستې وه.


په دغو غونډو کې د د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې.


په دغو ناستو کې مسوولینو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته اسانتیاوې را ډېرې کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوي.