د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د پياوړتيا په موخه په هرات، نیمروز او زابل ولايتونو کې غونډې جوړې کړې.
په دغو غونډو کې، د زابل مرستيال والي، د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د سیمه ييزو ادارو ویاندویانو او استازو، د ځايي رسنيو خبریالانو او مسوولینو او په يادو ولايتونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.
د يادو ناستو پرمهال د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حال او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوي دي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.



