د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست په لوګر ولايت کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري حکومت سره د کمېټې د همغږي کوونکي د ستاېنې په ویاړ جوړه شوې وه.
له حکومت سره د کمېټې د همغږۍ مسوول د اطلاعاتو او کولتور وزارت د ۱۴۰۳ کال د فرهنګي کانکور ازموینه کې د خبریالۍ په برخه کې دويم مقام ګټلی و.
دا ازموېنه هر کال د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري د هنر او فرهنګ په برخه کې د غوره څېرو د رابرسېره کولو په موخه ترسره کېږي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه دا ډول هڅوونکو پروګرامونو جوړولو د د خبریالانو د هڅونې او ظرفیت لوړونې لپاره ګټور ګڼي.





