د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بامیانو له والي سره ولیدل

c.jpg

14 عقرب 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د بامیانو له والي مولوی عبدالله سرحدي سره ولیدل او ستونزې يې شریکې کړې.


د بامیانو له والي سره په دغه ناسته کې، په مرکزي زون کې د کمېټې ولايتي همغږي کوونکي ګلاب الدین امیري او په بامیانو کې د کمېټې استازي سيد امین همتا برخه اخېستې وه،


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي ګلاب الدین امیري په دغه ناسته کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، په دغه ولايت کې د خبریالانو او رسنيو د ټوليز وضعیت خبرې وکړې او له رسنيو او خبریالانو سره يې د ولايت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه.


په غونډه کې د بامیان والي عبدالله سرحدي ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې هرې ستونزې ته رسېدنه کېږي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.