د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نیمروز له والي سره ولیدل

c.jpg

15 عقرب 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو او رسنيو د ستونزو د حل په موخه د نیمروز له شیخ محمد قاسم سره ولیدل او ستونزې يې شریکې کړې.


د نیمروز له والي سره په دغه ناسته کې، د نیمروز د اطلاعاتو او کولتور رييس حبیب الله الهام، په لویدیځ زون کې د کمېټې ولايتي استازي شمیل احمد مشعل او په نیمروز کې د کمېټې استازي عبدالغفار عزیز برخه اخېستې وه،


په لویديځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل په دغه ناسته کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، په دغه ولايت کې د خبریالانو او رسنيو د ټوليز وضعیت خبرې وکړې او له رسنيو او خبریالانو سره يې د ولايت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه.


په غونډه کې د نیمروز والي ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې هرې ستونزې ته رسېدنه کېږي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.