د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري محمد حسین شهاب په دایکندي ولايت کې د کمېټې د نوي استازي په توګه معرفي شو.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کولتور رييس سيد مصطفی صالح، په مرکز زون کې د کمېټې استازي ګلاب الدین امیري، د والي وياند. د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول او په بامیانو کې د کمېټې ولايتي استازي سيد امین همتا برخه اخېستې وه.
په دغه غونډه کې په دغه ولايت کې د کمېټې له نوي استازي سره، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې.
د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې سلطان علي جوادي په دایکندي کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازی و.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

