په کندوز کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو معنیت له سرپرست مولوي ضیاالحق حقمل سره د خبریالانو د کار پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
د شمال ختیځو ولایتونو لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي ضیاالحق ذاهد د دې سربېره چې په یاد زون کې د خبریالانو د کار په عمومي وضعیت رڼا واچوله، د نشراتو له معین څخه غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې دې حل او اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسررسی دې اسانه کړي.
په یاده ناسته کې ښاغلي حقمل د خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو په حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسررسي پر وړاندې هیڅ ډول خنډ شتون نلري او ټولو ادارو ته ویل شوي دي، ترڅو خبریالانو سره پر وخت اطلاعات شریک کړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو د له منځه وړلو او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.

