د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اتو ولايتونو د رسنيو له مسوولینو سره ناستې وکړې

c.jpg

20 عقرب 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په ننګرهار، دایکندي، تخار، جوزجان، بغلان، لغمان، نورستان او زابل ولايتونو کې د ۱۲ سیمه يیزو رسنيو خبریالانو او مسوولینو سره د رسنيز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او اسانتياوو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو، د ملي راډيو تلويزیون، غزل، ماه نو، ریحان او شرق تلویزیونونو او د زیار، پیغام، نسیم، چونغر، دانش روز، همصدا او تخارستان راډيوګانو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


په یادو ناستو کې د  رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو فرصتونو او ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د ملاتړ او وضعیت د غوره والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعاليتونو او رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.