د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږۍ کلنۍ ناسته چې د دوو ورځو (د لړم میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه) لپاره را بلل شوې وه، پای ته ورسېده.
په یاده ناسته کې چې مرکزي او ولایتي مسوولینو ګډون کړی و، د کمېټې د تېر کال فعالیتونه وارزول شول او د راتلونکي کال په پروګرامونو او د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې په پرتو خنډونو بحثونه وشول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مرستیال او سرپرست رئیس عبدالقدیم ویاړ د دې ترڅنګ چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د پرتو خنډونو په برخه کې د کمېټې فعالیتونو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې کمېټې په بېلابېلو برخو کې د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته رسیدګي کړې ده. نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکی کال کې کمېټه د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ په موخه لا زیات پروګرامونه په پام کې لري.
په دې ناسته کې د زونونو مسوولینو خپلې لاس ته راوړنې او د خپل کار پر وړاندې پراته خنډونه بیان کړل او د راتلونکي کال لپاره یې خپل وړاندیزونه او پروګرامونه شریک کړل.
په یاده ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د موخو د لاس ته راوړلو، ښه کار، دوامداره هڅو او ژمنتیا له امله د لوېدیځ او سوېل ختیځ زونونو مسوولین، په لغمان او زابل ولایتونو کې د کمېټې ولایتي استازي او په دایکندي او بدخشان ولایتونو کې د کمېټې د ښځینه برخې مسوولینې وستایل شوې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تېر یوه کال کې له حکومتي مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ګڼ شمېر ناستې ترسره کړې او سلګونه تنه خبریالان د کمېټې له روزنیزو پروګرامونو، مالي ملاتړ، د خوندیتوب له اقداماتو او مشورو څخه برخمن شوي دي.
همدارنګه، افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په روان کال کې د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ پروګرام تر چتر لاندې په ۳۱ ولایتونو کې ۴۰ رسنیو ته مالي ملاتړ برابر کړی دی.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو د له منځه وړلو او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.



