د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري ولي ميرزاد په پنجشېر ولايت کې د خپل نوي ولايتي استازي په توګه معرفي کړ.
په همدې موخه د پنجشېر ولايت اطلاعاتو او کولتور رياست کې جوړه شوې غونډه کې د کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقديم وياړ، مرستيال والي ملا شاه ملنګ روح الله، د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي نصر الله ملکزاده، د کمېټې ولايتي مسوول يوسف ظریفي، د يو شمېر دولتي ادارو وياندويانو او استازو او په پنجشېر کې د ځايي رسنيو خبریالانو او مسوولیو برخه اخېستې وه.
په دغه ناسته کې د کمېټې له نوي استازي سره د همکارۍ، پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د زمينو زياتوالي او خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د ښوونيزو پروګرامونو د جوړېدو په تړاو خبرې وشوې.
په غونډه کې د کمېټې سرپرست عبدالقديم وياړ د ښاغلي ميرزاد د معرفي کولو ترڅنګ وويل چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه به په دغه ولايت کې د خبریالانو د مسلکي روزنې او دوی ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




