د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ارزګان ولايت کې خپل نوی استازی معرفي کړ

c.jpg

26 قوس 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري بریالی انصاري په ارزګان ولايت کې د خپل نوي ولايتي استازي په توګه معرفي کړ.


په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ارزګان د اطلاعاتو او کولتور رييس اغا ولي قریشي، په جنوب زون کې د کمېټې استازي احمد لودين، د ولایت مقام وياند سمیع الله عکرمه، د يو شمېر دولتي ادارو وياندويانو او استازو او په ارزګان کې د ځايي رسنيو خبریالانو او مسوولیو برخه اخېستې وه.


په دغه ناسته کې د کمېټې له نوي استازي سره د همکارۍ، پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د زمينو زياتوالي او خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د ښوونيزو پروګرامونو د جوړېدو په تړاو خبرې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.