د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د سوېل ختيځ زون له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

3 جدی 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې د خوست د اطلاعاتو او کولتور رییس شبیر احمد عثماني، د پکتیکا د شهیدانو او معلولینو رییس ملا فرمان الله حفاني، د خوست د استخباراتو مطبوعاتي مسوول قاري عبیدالله، د خوست ولایت ویاند مستعفر ګربز، د پکتیا د کرنې ریاست وياند میوند همدرد، په لوګر کې د اتراء ولايتي مسوول انجینر منیر، د کمېټې ولايتي استازو او په سوېل ختیځ زون کې کې د ځايي رسنيو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


په يادو لیدونو کې، د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د فریکونسي د جواز موضوع، د فریکونسي د فلټرونو د نصب او خبریالانو ته د اطلاع رسونې او خوندیتوب د اسانتیاو رامنځته کولو په تړاو خبرې وشوې.


په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.