د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.
په دغو ناستو کې د بغلان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د بدخشان د اقتصاد رييس دین غلام اسامه، د تخار د امربالمعروف رييس مولوي حبیب الله حنفي، د کندز د ټرانسپورټ رييس مفتي محمد زمان مزمل، د تخار د ملي راډيو تلویزيون امر محب الله نېکزاد او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د ویاندويانو ټاکنه، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې.
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




