د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د غزني، بامیان او دایکندي ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.
په دغو ناستو کې د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس ملا حمید الله نثار، د بامیان د استخباراتو رييس مولوي صدیق الله شاهین مسافر، د بامیان د چاپيریال ساتنې رييس محمد ابراهیم دادفر، د دایکندي د والي وياند غضنفر کاظمي، په غزني کې د يو شمېر دولتي ادارو استازو، د غزني او دایکندي يو شمېر خبریالانو او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، غزني کې ښاروالۍ له لوري رسنيو ته د صنفي جواز د لګښت، د فریکونسیو د فلټرونو لګولو، د ویاندويانو ټاکلو، په دغه زون کې د رسنيو د اقتصادي ستونزو، خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي د لارو چارو ډېروالی او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





