د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د شمال زون له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

6 جدی 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د جوزجان، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې د جوزجان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي سيف الدین معتصم، د سرپل د اطلاعاتو او کولتور ریاست سرپرست ایام الدین یولداش، د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي احمد خان خادم، د فاریاب د کرنې او مالدارۍ معاون مخدوم حبیب الرحمن، د جوزجان يو شمېر ځايي خبریالانو او په دغو ولايتونو کې د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د ویاندويانو ټاکنه، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، په ټرانسميټرونو کې د فیلټرونو نصبول، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې


په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.