د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د بادغیس، غور، نیمروز او فراه ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.
په دغو ناستو کې د نیمروز د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبیب الله الهام، د فراه د مخابراتو او ټکنالوژۍ رييس ملا عبدالمجید ابوذر، د بادغیس د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي پیر محمد حلیمي،د غور د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري، د نیمروز د بدني روزنې امر احمدشاه مبارز، د کمېټې ولايتي استازو او په نيمروز کې د يو شمېر ځایي رسنيو خبریالانو برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، په ټرانسمیټرونو کې د فلټرونو نصبولو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.




