د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د کندهار، هلمند، زابل ا ارزګان ولایتونو له ځينو چارواکو سره خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه جلا ناستې ترسره شوې.
په جوړو شويو غونډو کې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي انعام الله سمنګاني، د ارزګان د اطلاعاتو او کولتور رييس رحمت الله ریحان، د هلمند د امر بالمعروف او نهی عن منکر رييس امین الله بدخشاني، د زابل د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي حکمت الله محسن، په کندهار کې د اترا ادارې مسوول محمد نبي اغا، د کمېټې ولايتي استازو او د کندهار، هلمند او ارزګان د ځايي رسنیو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.
په يادو غونډو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، په دغه زون کې د سیمه ييزو رسنيو د اقتصادي ستونزو، په ټرانسمیټرونو کې د فلټرونو نصبولو، د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د اسانتياو ډېروالي او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې
په دغو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د رسنيو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.


