د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په پنجشېر ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره شریکې کړې.
په دغه ناسته کې د کمېټې استازي ولي میرزاد په دغه ولايت کې د رسنيو د ټولنيز وضعیت او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې او له خبریالانو سره يې د حکومتي مسوولینو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د پنجشېر والي وویل چې ولايت مقام او د دغه ولايت محلي ادارې له خبریالانو سره هر اړخیزه همکاري لري او هڅه يې کړې چې له رسنيو سره پر وخت اطلاعات شریک کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.
