د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ۱۴ ولايتونو د رسنيو له مسوولینو سره ناستې وکړې

c.jpg

13 جدی 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، تېره يوه میاشت په ننګرهار، هلمند، کونړ، پنجشېر، فراه، پکتیا، غور، فاریاب، پروان، تخار، بغلان، لغمان، نورستان او زابل ولايتونو کې د ۲۰ سیمه يیزو رسنيو مسوولینو او خبریالانو سره د رسنيز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او اسانتياوو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو، د بغلان د اطلاعاتو او کولتور رييس، د پنجشېر او نورستان د ملي راډيو تلويزیون مسوولینو، د کونړ او سبا ژورنالېست جریددو مسوولینو، د تنوير تلویزيون او د همصدا، هوډ، صدای عدالت، فیروز کوه، نوای زن، نشاط، سکون، حسین، اتفاق نوي، ستا، پیغام، تسرا، شکلات، صدای پروان او دنیای نوین راډيوګانو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


په یادو ناستو کې د  رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو فرصتونو او ستونزو، په ټرانسميټرونو کې د فلټر نصبولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د ملاتړ او وضعیت د غوره والي برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعاليتونو او رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.