د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د لغمان له والي شیخ شیر احمد حقاني سره د خبریالانو او د رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې شریکې کړې.
په دغه ناسته کې، په لغمان کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي میرويس خواخوږي په دغه ولايت کې د رسنيو د ټولنيز وضعيت او کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په تړاو معلومات شریک کړل او له خبریالانو او رسنيو سره يې د حکومتي بنسټونو د همکارۍ په ډېروالي ټينګار وکړ.
په دغه ناسته کې د لغمان والي وويل چې په دغه ولايت کې سيمه یيزې ادارې مسوولیت لري چې د اطلاعاتو شریکولو برخه کې خبریالانو ته اسانتياوې رامنځته کړي او د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې يې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.
