افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ختیځ زون کې له حکومتي مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې

c.jpg

19 جدی 1403

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو له حکومتي مسوولینو سره په جلا جلا توګه د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.


یادې ناستې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ د رئیس قاري احسان الله ساجد، د کونړ د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف، د لغمان د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د نورستان د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان، د ننګرهار د مخابراتو او ټکنالوژي رئیس ذبیح الله ذکي، د کونړ د احصایې او معلوماتو رئیس مولوي قدرت الله شمشیر، په ختیځ زون کې د اترا ادارې مسوول رحیم الله شینواري، د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي، د لغمان د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمد یونس یوسفزي، په ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي عزیز الله عزیز، د کمېټې ولایتي همکارانو او د ننګرهار او کونړ یو شمېر خبریالانو په ګډون ترسره شوې.


په یادو ناستو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې په پرتو خنډونو، د یاد زون د سیمه ییزو رسنیو په اقتصادي ستونزو، په ترانسمیټرونو کې د فلټرونو د ځای پر ځای کولو، اطلاعاتو ته د لاسررسي د ښه والي او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په خوندیتوب خبرې اترې وشوې.


د یادو ولایتونو حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ، زیاته یې کړه چې د خبریالانو پر وړاندې پرتو ستونزو ته به رسیدګي وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې پرتو خنډونو د له منځه وړلو او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په موخه په دوامداره توګه هڅې کوي.