د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په نهو ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې

c.jpg

20 جدی 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د پياوړتيا په موخه په بلخ، کندز بامیان، تخار، غور، سرپل، پنجشیر، دایکندي او نیمروز ولايتونو کې غونډې جوړې کړې.


په یادو ناستو کې د اطلاعاتو او کولتور رياستونو چارواکو، د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو وياندويانو او استازو، د په یادو ولايتونو کې د رسنيو مسوولینو او په دغو ولايتونو کې د کمېټې ولایتي استازو برخه اخېستې وه.


 په دغو ناستو کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې په پرتو ستونزو، په ټرانسمیټرونو کې د فیلټرونو نصبولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې وشوې.


په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حال او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوي دي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.