د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نیمروز ولايتي چارواکو سره ولیدل

c.jpg

24 جدی 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په جلا جلا ناستو کې د نیمروز ولايت د خبريالانو او رسنيو کار پر وړاندې پرتې ستونزې له ځايي چارواکو سره شریکې کړې.


په دغو ناستو کې، د نیمروز مرستيال والي مولوي تورجان احمدي، د نیمروز د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبیب الله الهام، په لویدیځ زون کې د کمېټې استازي شمیل احمد مشعل او په نیمروز ولايت کې د کمېټې استازي عبدالغفار عزیز او يو شمېر ځايي خبریالانو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې په لویدیځ زون کې د کمېټې شمیل احمد مشعل په دغه ولايت کې د رسنيو او د خبریالانو د ټوليز وضعيت، پر وخت او کره اطلاعاتو ته د لاسرسي او له رسنيو او خبریالانو سره د حکومتي چارواکو د همکارۍ په تړاو خبرې وکړې.


په دغو ناستو کې، د دغه ولايت حکومتي چارواکو په اوسني وخت کې د رسنيو فعالیت او نشرات ګټور ياد کړه او په دغه ولايت کې يې د رسنيو پر ملاتړ ټينګار وکړ.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.